۰

اندونیزیا کې ترافیکي پېښې ۲۵ تنه وژلي دي

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۶
د اندونیزیا پولیسو په دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۲۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
اندونیزیا کې ترافیکي پېښې ۲۵ تنه وژلي دي
د اندونیزیا پولیسو په دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۲۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د اندونیزیا پاګار الم ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د پولیسو په وینا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکی ملي بس موټر له سړک نه اوښتی او پنځوس متره ګرنګ ته لوېدلی دی.

د دوی په وینا په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي، د پېښې ځای ته په بېره مرستندویه ډله لېږل شوې، چې ۱۴ تنه یې ژوندي موندلي او د درملنې په موخه یې روغتون ته لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي