ولسمشر محمد اشرف غني په جلا جلا فرمانونو کې د ملي امنیت شورا لپاره ۷ تنه نوي مرستیالان ټاکلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په همدې تړاو پرون ماښام په ارګ کې یو لړ مراسم جوړ شوي و.
د ولسمشر د فرمان پر اساس سالم شاه ابراهیمي په مافوق بست کې د امنیت شورا د تخنیکي او مسلکي مرستیال په توګه، سیدعبدالوحید قتالي په مافوق رتبه په ولسي او سیاسي چارو کې د مرستیال په توګه، محمد حمید طهماسي د سترجنرالۍ په بست کې د ملي امنیت شورا د سرمفتش په توګه، او رفیع فاضل په مافوق رتبه د ملي امنیت شورا د دفتر رئیس په توګه وټاکل شوي.
دغه راز محمد ماهر یعقوبي د ډګر جنرالۍ په بست کې د امنیتي سکټور د تصفیې او انکشاف رئیس، محمد رضا فضلي په فوق رتبه بست کې د همغږۍ او ملي استخباراتو د اخذ رئیس او سید خادم انتظار په فوق رتبه بست کې د سولې او ملکي وګړو د خوندیتوب د رئيس په توګه او جاوید فیصل د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د شورا تشکیلات یې پنځوس سلنه راکم کړي دي خو د ظرفیت له مخې یې تشکیلات ښه شوي چې نوي مسوولان یې هم د وړتیا له مخې ورته ټاکلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل