۰

تر اوسه په ټاکنو تر ۵ زره شکایتونو ثبت شوي

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې پنځه زره شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت شوي دي.
تر اوسه په ټاکنو تر ۵ زره شکایتونو ثبت شوي
د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې پنځه زره شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبت شویو شکایتونو کابو څلور زره زیات یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي هم وايي، له ۴ زرو زیات شکایتونه د عبدالله عبدالله ډلې ورسره ثبت کړي دي.

د هغه په وینا لا دوه ورځې پاتې دي او امکان شته چې د شکایتونو شمېر تر دې هم زیات شي یا هم دومره پاتې شي، خو دا به وروسته روښانه کړي چې ټول شکایتونه په کومو کټګوریو کې راځي.

دی زیاتوي، چې زیاتره شکایتونه د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند، لغمان او کندهار ولایتونو په تړاو شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره د شکایتونو د ثبتولو لړۍ به نن او سبا هم دوام وکړي چې لومړۍ پلټنه به یې ۱۵ ورځې وخت ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي