۰

نړیوال مالي بنسټ د پاکستان پر ضد د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۶
د نړیوال مالي اقدام ځانګړې ډلې پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او په مالي چارو کې د نه شفافیت له امله د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
نړیوال مالي بنسټ د پاکستان پر ضد د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی
د نړیوال مالي اقدام ځانګړې ډلې پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او په مالي چارو کې د نه شفافیت له امله د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې په یوه تازه اقدام کې له پاکستان څخه په همدې اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې وايي، که ځواب ور نه کړي پر وړاندې به یې سخت اقدامات تر سره کړي.

دغه ډلې پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او مالي شفافیت اړوند ۱۵۰ پوښتنې لېږلي دي چې ځواب یې کړي او په اړه یې وضاحت ورکړی.

د نړیوال مالي اقدام بنسټ وايي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، تورې پیسې مینځي او په مالي چارو کې شفافیت ته پام نه کوي.

سرچینې ټینګار کړي، چې  پاکستان باید په ۱۶ ورځو کې د دوی پوښتنو ته ځواب و وايي، که نه پر وړاندې به یې په نړیواله کچه سخت اقدامات تر سره کړي.

پاکستان همدا مهال تیار د ترهګرو د ملاتړ او نه مالي شفافیت له امله د نړیوال مالي اقدام بنسټ په خړ لېست کې دی او که چېرې د هغوی پوښتنې ځواب نه کړي ښایي تور لېست ته یې واچوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي