۰

لغمان: د جنازې په مراسمو کې چاودنې درې تنه وژلي

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان: د جنازې په مراسمو کې چاودنې درې تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي زیاته کړې، چاودنه نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه شاوه خوا لس نیمې بجې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، دغه چاودنه د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د خاص دولت شاه په کلي کې د یوه قومي مخور د جنازې په مراسمو کې د اېښودل شویو ماین له امله رامنځ ته شوې.

د لغمان د والي ویاند وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و او په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، چې ټول ولسي وګړي دي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، چاودنه د دولت د یوه ملاتړي ملک عبدالشکور د جنازې په مراسمو شوې او په کې وژل شوي او ټپیان ټول د جنازي ګډونوال ملکي وګړي دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي