۰

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه ولسي جرګې ته معرفي شوه

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه د تصویب په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړه.
د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه ولسي جرګې ته معرفي شوه
مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه د تصویب په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بودجه چې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ اټکل شوې، نن دوشنبې د مرغومي دوهمه د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي له خوا د ولسي جرګې  عمومي غونډې ته معرفي شوه.

په معرفي شوې ۴۲۸میلیارده افغانۍ بودجه کې ۲۸۹ میلیارده د حکومت عادي لګښتونه او ۱۳۹ میلیارده یې پرمختیايي برخه جوړوي.

د پرمختیايي بودجه څخه بیا ۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري دي مانا دا چې له داخلي عوایدو به برابرېږي او ۷۵ میلیارده یې غیر اختیاري، چې د بهرنیو مرسته کوونکو له خوا به ښایي برابره شي.

باید و ویل شي، چې د راتلونکي کال د ملي عوایدو کچه هم ۲۰۸.۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې د ټولې ملي بودجې ۴۸ سلنه جوووي.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د بودجې د معرفۍ پر مهال و ویل، چې د بودجې دغه طرحه د هېواد مالي امکاناتو او محدودیتونو ته په پام سره ترتیب شوې ده.

د هغه په وینا د ۱۳۹۹ مالي کال په عادي بودجه کې، د امنیت، مصوونیت، عامه نظم، ښوونې او کورونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شوی او دغه راز د انکشافي بودجې ډېره برخه هم د کورنو جوړولو، ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍ، کانونو او عامه خدمتونو ته ځانګړې شوې ده.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه تر دې وړاندې مشرانو جرګې  ته معرفي شوې وه، چې د هغوی له خوا تایید شوه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي