هند او ایران تر خپل منځ په چابهار بندر کې د کارونو په چټکوالي هوکړه کړې وايي، په دغه بندر کې به خپل فعالیتونه زیات کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته په خپل ټوټېر کړې ده.
نوموړي ویلي دا غوښتنه یې د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسیون په ۱۹ مه غونډه کې له خپل ایراني سیال څخه کړې او د دوه اړخیزه همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر چې له واشنګټن څخه نېغ ایران ته تللی وايي، له ایراني چارواکو سره یې د دوه اړخیزه همکاریو په تړاو ګټور بحثونه کړي او په چابهار بندر کې یې د کارونو په چټکتیا ورسره هوکړه کړې ده.
د یادونې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د هند او امریکا د وزیرانو ترمنځ د واشنګټن په ناسته کې له امریکا څخه هم وغوښتل، چې په چابهار بندر کې سهولتونو ته زمینه برابره کړي.
ویل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د افغانستان په اقتصادي او نورو برخو کې د هند د همکاریو ستانیه کړې او ژمنه یې کړې، چې په چابهار بندر کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل