۰

یو امریکایي سرتېری افغانستان کې وژل شوی دی

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ تایید کړې، چې د دوی یو سرتېری په دغه هېواد کې وژل شوی دی.
یو امریکایي سرتېری افغانستان کې وژل شوی دی
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ تایید کړې، چې د دوی یو سرتېری په دغه هېواد کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې قوماندانۍ نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېری یې په یوه نښته کې وژل شوی، خو د ځای په اړه یې  معلومات نه دي ورکړی.

خبرپاڼه وايي، د امریکا د قانون سره سم به د وژل شوي سرتېري هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې په ډاګه کړي.

خو په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د دغه امریکايي سرتېري د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی او وايي، دغه سرتېری یې د قندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې  وژلی دی.

طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، امریکايي او افغان ځواکونه تېره شپه یادې سیمې ته د عملیاتو په موخه ورغلي و، چې چاودنه پرې  شوې.

مجاهد ویلي، په دغه چاودنه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی، یو امریکايي او یو افغان کمانډو سرتېری سخت ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې دغه امریکايي سرتېری پر داسې  مهال وژل کېږي، چې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه درېدلې خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته بېرته پیل او ویل کېږي دواړه لوري د تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.

د یادونې ده، چې په تېر سپټامبر میاشت کې په کابل کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه امریکایي سرتېري وژل کېدل د دې لامل شول، چې ټرمپ د امریکا او طالبانو تر منځ ۹ میاشتنۍ خبرې چې پای ته نېږدې شوې وې، لغوه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي