ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی او ۷ تنه یې ترې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل خوا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.
طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل