د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لوي ژویې وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ژویې دغه څرګندونې د امریکايي متخصیصینو سره په کتنه کې کړې او ټینګار یې کړي، چین د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
خو په وینا یې په دې برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو همکارۍ هم اړینې دي، چې باید همکاري وکړي تر چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.
چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني غونډه په دغه هېواد کې ترسره شي خو ویل کېږي چې په افغان حکومت کې د اختلاف له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.
خو څو ورځې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې هېواد یې د بین الاافغاني ناستې جوړولو لپاره کار کوي او ډېر ژر به دغه غونډه جوړه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل