۰

ولسمشرغني: ټول نوماندان باید د لوبې اصولو ومني

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۱
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وورسته ولسمشر او د دولت جووړنکي ټاکنیزې ډلې مشر محمد اشرف غني له ټولو ټاکنیزو ډلو غواړي، چې د لوبې اصولو ومني.
ولسمشرغني: ټول نوماندان باید د لوبې اصولو ومني
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وورسته ولسمشر او د دولت جووړنکي ټاکنیزې ډلې مشر محمد اشرف غني له ټولو ټاکنیزو ډلو غواړي، چې د لوبې اصولو ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې د ټاکنو تر اعلان وروسته په سلام خانې ماڼې کې خبرې کولې د ټاکنو پایلو د اعلان مبارکي ولس ته ورکړه او ویې ویل، د دغه پایلو اعلان په اصل کې د ملت بری او د جمهوریت حاکمېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا چې اوس د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې نو له ټولو ټاکنیزو ډلو غواړي، چې تر اخره پورې د لوبې  اصولو، قوانین او کړنلارې مراعات کړي.

هغه له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل، چې د قانون له مخې خپل شکایتونو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لارې وڅېړي، چې  په وینا یې خپله دولت ساز ټیم به هم دا کار وکړي.

ولسمشر و ویل«هره لوبه چې کېږي، اصول لري، د لوبې اصول قوانین ټاکي، د افغانستان اساسي قانون، د ټاکنو قانون او د افغانستان د ولس نبض، اوس وخت د دې چې ټول باید د لوبې اصول ومنوو، اوس چې راتلونکو ورځو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار کوي، مونږ قانون مند رفتار کوو او هیله لرو چې ټول د قانون له مخې کار وکړي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو اندېښنې راپورته کړې وې، خو اوس افغانستان له تیارو د روښانه او باور پر لور روان دی.

ښاغلي غني وویل، د ولسمشر او د دولت جوړوونکې ټیم د مشر په توګه پر یوه خبره ویاړ کوي، او هغه دا چې دوی ټاکنې ترسره کړې او اساسي قانون یې پلی کړ.

نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، هغه کسان چې نور طرحې یې درلودې باید یو ځل بیا فکر وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، کله چې د ګز او میدان خبره راغله نو ځینو کسان موقت حکومتونه غوښتل.

د یادونې ده، چې ټاکنو کمېسیون له نېږدې درې میاشتې ځنډ وروسته پرون یکشنبې د مرغومي اوله وتوانېده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د کمېسیون د اعلان شویو پایلو له مخې محمد اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه رایې وکړې، چې تر ټولو مخکښ او بریالی اعلان شو.

په دوهم قدم کې عبدالله عبدالله دی، چې ۳۹.۵۲ سلنه رایې  یې وکړې، خو هغه وايي د ټاکنو پایلې ځکه نه مني، چې پراخه درغلي په کې  شوې ده.

د اعلان شویو رایو له مخې ګلبدین حکمتیار په درېیم او رحمت الله نبیل په څلورم مقام کې دي، چې یوه ۷۰ زره او بل ۳۰ زره رایې وړې  دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي