۰

د امریکا سفارت هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۳
په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی او له ټاکنو کمېسیون څخه یې مننه کړې ده.
د امریکا سفارت هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ
په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی او له ټاکنو کمېسیون څخه یې مننه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکنو کمېسیون نن یکشنبې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره مخکښ او ګټونکی اعلان کړ.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی او له ټاکنو کمیسیون څخه یې د مننې ترڅنګ افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې دا لومړنۍ پایلې دي او د وروستیو هغو روښانه کېدو ته لا یو شمېر ګامونه پاتې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه دفتر یوناما هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان کړی او ویلي یې دي اوس باید ښکېلې خوا د ټاکنو پروسې بشپړېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اعلان شویو پایلو کې ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲ سلنه رایې وړې دي.

د ثبات او همپالنې ټیم د لومړنیو پایلو اعلان ته په غبرګون کې وايي، ټاکنو کې درغلي شوې او دوی ته دغه پایلې د منلو نه دي.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان څو شیبې وروسته نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکنو کې درغلۍ شوې، د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی نو په دې اساس پایلې هم ورته د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي