۰

د ټاکنو لومړنیو پایلو ته د ثبات او همپالنې ټیم غبرګون

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته په غبرګون کې وايي، تر اخره به د تقلب پر وړاندې مبازه وکړي، او تقلبي پایلې او حکومت ورته د منلو نه دی.
د ټاکنو لومړنیو پایلو ته د ثبات او همپالنې ټیم غبرګون
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته په غبرګون کې  وايي، تر اخره به د تقلب پر وړاندې مبازه وکړي، او تقلبي پایلې او حکومت ورته د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون نن یکشنبې د مرغومي اوله د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې په کې محمد اشرف غني تر ټولو مخکښ او ۵۰.۶۴ سلنه رایې وړې دي.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۳۹ سلنه رایې وړې، چې په دې سره محمد اشرف غني د لومړنیو پایلو له مخې ګټونکی دی.

د ټاکنو کمېسیون تر اعلان یو ساعت وروسته ثبات او همپالنې ټیم په غبرګون کې ویلي، د ټاکنو کمېسیون د تقلبي پایلې په اعلان سره د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر نامه لاندې ځینې ارقام خپاره کړي دي.

دوی کمېسیون د دولت جووړنکي ټیم په پلوی تورن کړی او ویلي یې دي، چې د ثبات او همپالنې ټیم اعتراضونو، شکایتونو او ښه نیت په پام کې ونه نیول.

دوی ویلي، تر څو یې پاکو او ناپاکه رایو په اړه قانوني اعتراضات او غوښتنې منل شوې نه وي، هېڅ ډول پایلې ورته د منلو نه دي او نه به هم تقلبي حکومت ومني.

د ثبات او همپالنې ټیم وايي، له دې سره سره تمه لري، چې د شکایتونو کمېسیون به له دوی سره کړې ژمنې پوره او پاکې او ناپاکې رایې به سره بېلې کړي.

د یادونې ده، چې  ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن یکشنبې د مرغومي اوله په ټاکنو کمېسیون کې د یوې   ناستې پر مهال د میران د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.

نوموړې و ویل، چې د کارول شویو رایو څخه محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې، چې د ټولو رایو پنځوس اعشاریه څلورشپېته سلنه رایې وړې دي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰ زره او ۹۹ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي.

د نورستاني په خبره ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۳ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه جوړوي.

د ټاکنو کمېسیون د مشرې په وینا بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ۳۳ زره ۹ سوه ۲۱ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۱،۸۶ سلنه جوړوي.

دغه راز فرامرز تمنا، ۱۸۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰،۹ سلنه جوړوي.
سید نورالله جلیلي بیا ۱۵۵۲۶ رایې وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۵ سلنه جوړوي.
عبدالطیف پدرام ۱۲ زره ۶۰۸ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۹ سلنه جوړوي.
عنایت الله حفیظ ۱۱ زره ۳۷۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۸۲ سلنه جوړوي.
حکیم تورسن ۶ زره ۶۶۰ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۳۶ سلنه جوړوي.
احمد ولي مسعود ۳۳۴۲ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۰.۲۲ سلنه جوړوي.
شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۱۸ سلنه جوړوي.
او غلام فاروق نجراب بیا ۱۶۶۶ رایې  وړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ټولې یو میلیون ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې  بایومتریک شوې دي.

نوموړې زیاته کړه، چې نوماندان تر دریو ورځو پورې وخت تر چې خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو په تړاو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي