۰

پکتیکا کې د طالبانو یو کلیدي پاکستانی غړی وژل شوی دی

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو د یوه کلیدي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې پاکستانی دی.
پکتیکا کې د طالبانو یو کلیدي پاکستانی غړی وژل شوی دی
ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو د یوه کلیدي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې پاکستانی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه پاکستاني کلیدی غړی فضل الدین نومېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې فضل الدین د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له یوه بل ملګري سره وژل شوی دی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی او څلور وسله وال یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي