ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو د یوه کلیدي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې پاکستانی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه پاکستاني کلیدی غړی فضل الدین نومېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې فضل الدین د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له یوه بل ملګري سره وژل شوی دی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی او څلور وسله وال یې وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل