۰

جنوبي کوریا کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جنوبي کوریا کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اورلګېدنه نن سهار وختي د جنوبي کوریا د ګوانګجو ښار په جنوب کې په یوه هوټل کې رامنځ ته شوې.

چارواکي وايي، د اورلګېدنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، سیمې  ته په وخت د اور وژنې  امله رسېدلې او په ۳۰ دقیقو کې یې لګېدلی اور کابو کړی دی.

ویل کېږي پولیسو یو ۳۹ کلن کس د اورلګېدنې په تړاو نیولی او ټپیان روغتون ته وړل  شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي