د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نن یکشنبې د مرغومې اوله اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهمي نن یکشنبې د مرغومي اوله جمهورخبري آژانس ته و ویل، د ټاکنو کمېسیون به نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ۷ ولایتونو رایې بیا شمیرل شوي او اطلاعاتي بانک ته یې د نتایجو پایلې رسول شوې دي.
د هغه په وینا د ټاکنیزو پایلو د اعلان لپاره ټول تدابیر نیول شوي او راپور د ټاکنو کمېسیون کمیشنرانو ته سپارل شوی دی چې د تخنیکي ستونزې د نه موجودیت په صورت کې به پایلې اعلان شي.
که څه هم نوموړي ونه ویل، چې د ټاکنو پایلې به نن څه وخت اعلان شي، خو په غالب ګمان ښايي ماسپین اعلان شي.
د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د تلې په شپږمه نېټه تر سره شوې، خو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټیمونو تر منځ د ستونزو له امله دغه پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض