کندهار: په ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي

30 قوس 1398 ساعت 9:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې  د یوې ترافیکي پېښې  له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د لیندۍ ۲۹ مه د کندهار ولایت په د ارغنداب ولسوالۍ په واسوای سیمه کې رامنځ ته شوې  ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، د ولسي وګړو موټر چې وداه ته روان و، په یاده سیمه کې له سړک څخه وتلی او اوبو ته لوېدلی دی.

دی وايي، په داغه پېښه کې پنځه ښځې، درې ماشومان او خپله موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «واسوای» سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي دي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي تېز تګ په ګوته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 123311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com