سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوال فضل الرحمن نظروال د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، افغان ځواکونو پرون جمعه د لیندۍ ۲۹ مه د ده یک ولسوال په رامک سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیاتو پر مهال د ده یک ولسوال فضل الرحمن نظروال په پښه ټپي شوی او نورو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتي.
د والي د ویاند په وینا په عملیاتو کې چې لا هم روان دي، درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو طالبانو بیا په یاده سیمه کې خپل کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ناسم بللی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغان ځواکونو په یوه کاروان یې برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:غزني