۰

مایک پمپیو: اوربند دایمي سولې ته لار هواروي

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، اوربند او د تاوتریخوالي کمول هغه څه دي، چې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لار هواروي.
مایک پمپیو: اوربند دایمي سولې ته لار هواروي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، اوربند او د تاوتریخوالي کمول هغه څه دي، چې په افغانستان کې تل پاتې  سولې ته لار هواروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو دغه څرګندونې د هند – امریکا د وزیرانو په غونډه کې کړې او ویلي، یې دي، چې امریکا له افغانستان سره د هند د همکاریو ستانیه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان سره د هند د همکاریو مننه کوي او د دغه هېواد رول په افغانستان کې مثبت ارزوي.

مایک پمپیو په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې پروسې ته هم اشاره کړې ویلي یې دي، چې اوربند او د تاوتریخوالي کمول په دغه هېواد کې تل پاتې سولې ته لار هواروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې افغان چارواکي، سیاسي مشران، او طالبان باید په دې  پوه شي، چې د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو پر مټ دلته روانه جګړه ختمېدلی شي.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د شمېر کمولو ته په اشارې سره ویلي، چې امریکا به هله په افغانستان کې  خپل حضور راکم کړي، چې ډاډ تر لاسه کړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي، امریکا او ملګرو ته یې ترې خطر نه متوجه کېږي.
 
مایک پمپیو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، له یوې  خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وایي، دوی د افغان سولې په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلي او له بلې  خوا ویل کېږي امریکا له افغانستان څخه خپل یو شمېر سرتېري باسي.

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام چې کابل ته په سفر راغلی و، ویلي و، چې ولسمشر ټرمپ به په روانه اوونۍ کې له افغانستان څخه د یو شمېر ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړي.

ویل کېږي، چې امریکا له افغانستان څخه خپل ۴ زره سرتېري باسي.

ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان پوځ پیاوړی شوی او اوس د دې ښه  فرصت برابر شوی، چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه و ایستل شي.

بل خوا د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، که د طالبانو سره د سولې تړون وشي که نه امریکا یو شمېر سرتېري له افغانستان څخه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي