امریکايي سناتور لیندسي ګراهام وايي، له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو لپاره ښه فرصت برابر شوی او امکان شته، چې سرتېري وایستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې روانه اوونۍ افغانستان ته راغلی و او ویې ویل، چې د سفر موخه یې له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو او امنیت ارزول وو.
نوموړي ویلي، چې د دې امکان شته، چې له افغانستان څخه امریکايي سرتېري و ایستل شي.
هغه ټینګار کړي، چې افغان پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې بریالی دی نو دا فرصت تر بل هر وخت برابر شوی چې امریکایي سرتېري له افغانستان و ایستل شي.
ګرهام زیاته کړې، چې دوی به یوازې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په کم شمېر سرتېرو مخ ته وړي او نور سرتېري به له دغه هېواد وځي.
دی وايي، د امریکا تر وتلو وروسته په سیمه کې نور هېوادونه باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي.
ګراهام دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي او ښايي څلور زره سرتېري وباسي.
نوموړی کابل ته د سفر پر مهال دا هم ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به په همدې اوونۍ کې د سرتېرو د کمولو پرېکړه اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر هم ویلي، چې که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي که نه، امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.
جمهورخبري آژانس:کابل