۰
کورنیو چارو وزارت:

غزني کې مو د طالبانو د عایداتو ستره سرچینه له منځه وړې

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده.
غزني کې مو د طالبانو د عایداتو ستره سرچینه له منځه وړې
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو دغه عملیات د هوايي ځواک په ملتیا د تېرې دوشنبې په شپه تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخېل په سیمه کې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو پر یوه مرکز تر سره شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د نشه يي توکو ۷ کارخانې او لویه زېرمه چې ۱۲۰ ټنه چرس په کې و کشف او له منځه وړل شوي دي.
 
خبرپاڼې کې راغلي، چې  طالبانو له دغې کارخانو او نشه يي توکو له عایداتو څخه د غزني د جګړې یوه لویه برخه تمویلوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي