د امریکا د متحده ایالاتو ګانګرس د رایو په اکثریت سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو پرېکړه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ولسمشر ټرامپ له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې او د کانګرس د کارونو پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو تور دی.
د ترمپ د استیضاح لپاره له ډېرې مودې راهیسې بحثونه او جنجالاونه روان وو خو بالااخره پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه ګانکرس د هغه ا ستیضاح پرېکړه وکړه.
د ټرمپ د استیضاح لپاره د کانګرس د ۴۲۶ غړو له ډلې ۲۳۰ تنو موافقه او ۱۹۷ تنو مخالفه رایه ورکړه او د هغه د استیضاح پرېکړه یې وکړه.
د امریکا د کانګرس غړو ټرمپ تورن کړ، د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د تحقیقاتو د پیلولو لپاره پر اوکراین فشار راوړی او دغه رایې د کانګرس د کار د مخنیوي هڅه کړې ده.
د امریکا د کانګرس دغه پرېکړه به اوس سنا ته ځي تر څو هلته هم په دې اړه بحثونه وشي او وروسته به ټرمپ یوه ځانګړې محکمه چې مشري به یې د سترې محکمې رییس کوي استیضاح کېږي.
کانګرس به د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې په دې اړه تصمیم ونیسي، ولسمشر ټرمپ له واک څخه لرې کړي که نه.
د یادونې ده، چې ټرمپ د امریکا په تارېخ کې درېیم ولسمشر دی، چې په اړه یې د استیضاح پرېکړه کېږي.
له ده وړاندې اندرو جانسن او بل کلنټن هم د کانګرس له خوا استیضاح شوي، خو یو یې هم له واک څخه نه دی لرې کړی شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل