۰
محب:

د سیمې د بې ثباتۍ ستر لامل ترهګري، نشه يي توکي او غیردولتي ډلې دي

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۲
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، ترهګري، تندلارتوب، نشه يي توکي او غیر دولتي ډلې هغه ستر عوامل دي، چې د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سیمې د بې ثباتۍ ستر لامل ترهګري، نشه يي توکي او غیردولتي ډلې دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، ترهګري، تندلارتوب، نشه يي توکي او غیر دولتي ډلې هغه ستر عوامل دي، چې د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه د ایران پلازمېنه تهران کې د سیمې د ملي امنیت سلاکارانو په ګډ کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي و ویل، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، له چې دې برخې تر ټولو زیات زیان لیدلی او د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
ښاغلي محب زیاته کړه، چې افغان ځواکونه نه یوازې د افغانستان د سولې او ثبات بلکې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جګړه کوي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د داعش ډلې ماته ښيي، چې د افغان ځواکونو وړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان کلکه اراده ښيي.

دی و ايي، داعش د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانستان په اندازه کلکه ماته نه ده خوړلې، خو په ورته وخت کې یې دا هم وویل، چې  القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډولو ته د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په ټینګار سره زیاته کړه، دا طالبان دي، چې د مرکزي اسیا، قفقاز، جنوبي اسیا، عرب هېوادونو، چین، ایران او نورو هېوادونو ترهګرو ته د فعالیت لاره هواروي.

دا په داسې حال کې  ده، چې څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ویلي و، چې القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډولو ته د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي