۰
ایران:

د افغان حکومت او خلکو له ګډون پرته د امریکا او طالبانو خبرې ناکامې دي

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۷
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني وايي، د افغان حکومت او افغانستان د خلکو له ګډون پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامې دي.
د افغان حکومت او خلکو له ګډون پرته د امریکا او طالبانو خبرې ناکامې دي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني وايي، د افغان حکومت او افغانستان د خلکو له ګډون پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شمخاني، چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه تهران کې د سیمې د ملي امنیت شورا مشرانو په غونډه کې خبرې کولې وویل، ایران ځکه د دغه خبرو مخالف دی، چې د افغانستان دولت او خلک په کې دخیل نه دي.

نوموړي په ټینګار سره و ویل، هغه کړنلاره، پرېکړه یا پروګرام چې د افغانستان د خلکو ګډون په کې نه وی ناسم او ناکامېږي.

د هغه په وینا طالبان د افغانستان یو حقیقت دی، چې سترګې ترې نه شي پټېدای خو آیا رښتیا ټول طالبان دي؟ نه.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر امریکا په دې هم تورنه کړه، چې  چین، روسیې او ایران سره په سرحدي سیمو کې د ناامنیو پارولو څخه ګټه پورته کوي.

په ورته وخت په دغه ناسته کې د روسیې  د ملي امنیت شورا سلاکار هم په امریکا تور پورې کړ، چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او له دغه هېواده د وتلو پلان نه لري.

نوموړي ویلي په دې اړه کره اسناد موجود دي، چې امریکا افغانستان ته د داعش جنګیالیو په لېږد کې لاس لري.

پتروشیف همدا راز په افغانستان کې د امریکا په ۱۸ کلن حضور ته په نیوکې سره وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې امنیتي ګډوډي زیاته شوې او لا هم بېګناه ملکیان وژل کېږي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو هېڅ پلان نه لري او داسې ښکاري چې امریکايي مشران د ځواکونو په ساتلو او ایستلو یو تر بله اختلاف لري.

د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د سولې په تړاو روانو مذاکراتو ته هم اشاره کړې او دا مذاکرات یې ناکام بللي دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې اړتیا ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیم مذاکرات پیل شي.

د یادونې ده، چې په تهران کې د سیمه ییز امنیت په تړاو دویم کنفرانس کې د روسیې، چین، هند، افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ونډه اخیستې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي