د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ۷ پاتې ولایتونو کې د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوې، چې د کمېسیون د چارواکو په وینا دغه پروسه په شپږو ولایتونو کې بشپړه شوې او یوازې به بغلان ولایت کې لا هم دوام لري.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن چهارشنبې د لیدنۍ ۲۷ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تر سبا پورې به په بغلان ولایت کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي.
د هغه په وینا د ۷ ولایتونو د پاڼو د تطبیق او جمعه بندۍ پروسه په مرکز کې روانه ده او د دغه پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې اعلان شي.
جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض