۰
چین:

د امریکايي سرتېرو تر کمولو وړاندې باید افغان لانجې ته سیاسي حل لار خلاصه شي

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
چین د افغانستانه د امریکايي ځواکونو د شمېر کمولو ته په غبرګون کې وايي، هر ګام چې پورته کېږي باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټور وي.
د امریکايي سرتېرو تر کمولو وړاندې باید افغان لانجې ته سیاسي حل لار خلاصه شي
چین د افغانستانه د امریکايي ځواکونو د شمېر کمولو ته په غبرګون کې وايي، هر ګام چې پورته کېږي باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټور وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې  ویلي، دوی ته هم داسې راپورونه رسېدلي، چې ګڼې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.

همدې په غبرګون کې په خبرپاڼه کې ویل شوي، لومړی باید د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لار خلاصه شي او هر ګام چې  پورته کېږي باید د افغانستان د سولې او ثبات لپار ګټور وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانک وايي، چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو اترو کلک ملاتړ کوي او د دې لپاره چین خپله هم کلک او رغنده ګامونه پورته کوي.

د هغه په وینا د بیجنګ د بین الافغاني ناستې په اړه هم له ټولو لوریو سره لا په تماس کې دي او د ټولو غوښتنې به په کې په پام کې ونیسي او ژر به یې نیټه په ډاګه کړي.
 
چین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې  د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېز په تازه څرګندونو کې ویلي، که د طالبانو سره سولې تړون وشي یا نه، امریکا به افغانستان کې خپل سرتېري کموي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا دغه ګام له چین سره د سراتېژیک رقابت لپاره اخلي.

ویل کېږي امریکا په پام کې لري، له افغانستان څخه څلور سره سرتېري وباسي چې په دې سره به دلته د مېشتو سرتېرو امریکايي سرتېرو شمېر ۸ یا ۹ زرو ته راټیټ شي.

د امریکا د سنا مجلس غړي لیندسي ګراهام هم افغانستان ته د خپل سفر موخه د سرتېرو د کمولو موضوع ارزول ښودلي وايي، ټرمپ به روانه اونۍ له افغانستان څخه د سرتېرو کمولو اعلان وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي