۰

خلیلزاد له دوحې بېرته کابل ته راغلی دی

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
راپورونه وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې څخه یو ځل بیا کابل ته راغلی دی.
خلیلزاد له دوحې بېرته کابل ته راغلی دی
راپورونه وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې څخه یو ځل بیا کابل ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي خلیلزاد به د افغان حکومت له مشرانو سره پر سوله خبرې وکړي او د طالبانو سره د تېرې اوونۍ د مذاکراتو معلومات به شریک کړي.

خلیلزاد د امریکا له خوا د طالبانو سره د ۹ میاشتونو مخکنیو خبرو تر  لغوه کېدو وروسته تېره یوه اوونۍ د قطر پلازمېنه کې دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرې بیا پیل کړې.

خو په بګرام هوايي اډه د طالبانو تر برید وروسته دغه خبرې د لنډې مودې لپاره ودرول شوې او دواړو لورو ویل، چې خبرې یې د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په خاطر درولې دي.

د طالبانو او امریکا د تېرې اوونۍ په خبرو کې بحث تر ډېره په اوربند، بین الاافغاني رسمي خبرو پر پیل او د سولې د تړون په لاسلیک راڅرخېده.

د خبرو تر درېدو وروسته خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ولیدل.

د باجوه او قریشي سره تر لیدنې وروسته خلیلزاد په خپل ټوېتر ولیکل، چې پاکستان د افغانستان د تاوتریخوالي د کمولو او سولې د هڅو په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو ژمنه ورسره کړې.

له پاکستاني چارواکو څخه تر لیدنې وروسته خلیلزاد بېرته قطر ته ولاړ او ګمان کېده، چې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي، خو راپوروه وايي، خلیلزاد نن کابل ته راغلی او د افغان چارواکو سره به وګوري.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې عرب نیوز د طالبانو د مرکچي پلاوی په تایید ویلي، امریکایي پلاوي له دوی غوښتي، چې لس ورځنۍ عمومي اوربند وکړي.

دغه سرچینې ویلي، امریکايي لوري دا ګواښ هم کړی که طالبان لس ورځنی اوربند ونه مني، کېدای شي د سولې روان مذاکرات ودروي.

یادې سرچینې دا هم ویلي، د دوی مشرتابه اوس پر دې خبرې کوي، چې له امریکا سره لس ورځنۍ اوربند وکړي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي