۰

امریکا: په وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د امریکا په مونتانای ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکا: په وسله وال برید کې  درې کسان وژل شوي
د امریکا په مونتانای ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مونتانای ایالت پولیسو هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي یوه وسله وال بریدګر په عامو خلکو ډزې کړې.

دوی وايي، په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پولیس وايي، تر برید څو دقیقې وروسته دوی سیمې ته رسېدلي او بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

دوی زیاتوي، چې د پېښې د اصلي انګیزې او لامل په اړه پلټنې پیل کړې او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو دریو اونیو کې څلورمه وسله وال برید دی، چې په امریکا کې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي