۰
بلاول بوټو:

د پاکستان حکومت د خپلو اهدافو تر لاسه کولو له ترهګرو ډلو کار اخلي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټ د خپل هېواد پر حکومت سختې نیوکې کړې وايي، حکومت د خپلو شومو اهدافو تر لاسه کولو لپاره ترهګر د یوې آلې په توګه کاروي.
د پاکستان حکومت د خپلو اهدافو تر لاسه کولو له ترهګرو ډلو کار اخلي
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټ د خپل هېواد پر حکومت سختې نیوکې کړې وايي، حکومت د خپلو شومو اهدافو تر لاسه کولو لپاره ترهګر د یوې آلې په توګه کاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بوټو چې په پېښور کې پر یوه ښوونځي برید پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غوندې ته وینا کوله و ویل، چې دغه پېښه به د پاکستان په تاریخ کې د یوه تور داغ په څېر پاتې وي.

نوموړي و ویل«ترڅو چې ترهګر او د هغوی همکاران له منځه نه وي وړل شوي، دا پېښه به د پاکستان په تاریخ کې یو تور داغ وي.»

بلاول بوټو زیاته کړه، چې حکومت د خپلوو ناوړه اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ترهګر د یوې آلې په توګه کاروي او تر اوسه یې د هغوی د نیولو لپاره رښتیني اقدامات نه دي کړي.

هغه ویلي، چې حکومت په وار وار پېښور کې پر دې ښوونځي د برید د عاملینو د نیول کېدو ژمنې کړې دي خو تر اوسه یې د هغوی د نیولو لپاره ریښتیني اقدامات نه دي کړي.

بوټو ټینګار کړي، چې دا د یو ملت په توګه د دوی مسوولیت دی چې و وایي پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې هیڅ عملي کارونه نه دي تر سره کړي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو وايي، ترهګري تل له ولسونو قرباني اخیستې ده او اوس دوی ته په کار ده چې د دې پدېدې پر وړاندې یو موټی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي