۰

امریکايي سناتور ګراهام د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام پاکستان ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې کتلي دي.
امریکايي سناتور ګراهام د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي
مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام پاکستان ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، دغه کتنه په اسلام آباد کې شوې او دواړو لورو پر بېلا بېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو په وینا د دواړو لورو د بحث موضوع تر ډېره د امریکا او پاکستان تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو راڅرخېده.

سناتور لیندسي ګرام پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په یوه مرکه کې ویلي و که پاکستان طالبانو ته ځای ورنه کړي، په یوه اوونۍ کې به د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

ګراهام ویلي و، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي.

امریکایي سناتور له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټینګار ګړی و،چې پاکستان د طالبانو لپاره خوندي پټځای دی او که چېرې دغه پټنځای نه اوسي، د افغانستان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.

د هغه په وینا طالبانو سره مذاکرات ناسم کار دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي چې طالبانو ته پناه ځایونه ور نه کړي.

سناتور ګراهام زیاتوي« که داسې وشي افغان جګړه په څو اوونیو کې ختمېږي.»

دغه امریکايي سناتور وایي، دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي