۰

طالبانو د لنډ مهالي اوربند پر سر د سلا مشورو خبر رد کړ

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۹
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې طالب استازي له خپلو مشرانو سره پر لنډ مهالې اوربند سلا مشورې کوي.
طالبانو د لنډ مهالي اوربند پر سر د سلا مشورو خبر رد کړ
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې طالب استازي له خپلو مشرانو سره پر لنډ مهالې اوربند سلا مشورې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون داسې راپورونه خپاره شول، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو لنډه وقفه کې دواړه لوري د خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

په راپورونو کې دا هم ویل شوی و، دا چې امریکایي لوري په اوربند او بین الاافغاني خبرو ټینګار کولو نو د طالبانو استازي هم له خپلو مشرانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه سلا مشورې پیل کړې دي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، طالب مشران د افغان حکومت سره د لنډ مهالي اوربند په کولو سلا مشورې کوي، خو دا چې موافقې ته به ورسېږي که نه، معلومه نه ده.

نوموړي وویل«امکان لري د طالبانو مشرتابه د افغان حکومت سره په اوربند موافقت وکړي، ولې له دې وړاندې طالبانو په همغه اصلي موقف چې لومړی باید له امریکا سره تړون لاسلیک او بیا اوربند وشي ټینګار کوي، اوس به معلومه شي، چې څه کېږي.»

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین که څه هم د امریکا سره د خبرو تر درېدو وروسته  وویل، چې دواړه لوري له خپلو مشرانو سره سلا مشورې  کوي، خو د لنډ مهالي اوربند په اړه یې د سلا مشورو خبره رد کړه.

سهیل شاهین د جمهور خبري آژانس د همدې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا طالب مشران د لنډ مهالې اوربند په سر سلا مشورې کوي که نه، په لنډ پیغام کې ویلي«دا خبر حقیقت نه لري.»

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي