۰

مشرانو جرګه امنیتي چارواکي استجوابوي

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
په غزني ولایت کې په یوه نفوذي برید کې د ملي اردو د ۲۵ سیمه ییزه سرتېرو تر وژل کېدو وروسته مشرانو جرګې پرېکړه کړې، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي د استجواب لپاره وروغواړي.
مشرانو جرګه امنیتي چارواکي استجوابوي
په غزني ولایت کې په یوه نفوذي برید کې د ملي اردو د ۲۵ سیمه ییزه سرتېرو تر وژل کېدو وروسته مشرانو جرګې پرېکړه کړې، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي د استجواب لپاره وروغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې په نن یکشنبې لیندۍ ۲۴ مې عمومي غونډه کې تر ډېره د افغان ځواکونو په لیکو کې د دښمن په نفوذ اندېښنه وښوده.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار د همدې اندېښنو د ځواب لپاره و ویل، چې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د غزني چارواکي به د استجواب لپاره د کمېسیونونو د مشرانو غونډې ته وروبولي.

هغه د غزني پېښې ته په اشارې سره وویل، چې امنیتي بنسټونه باید د سیمه ییزې اردو او پولیسو په لیکو کې د افرادو ګمارنې ته جدي پاملرنه وکړي تر چې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.

په مشرانو جرګه کې د غزني سناتور محمد رحیم حسنیار هم د سیمه ییزې اردو د ۲۵ سرتېرو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه سیمیزې اردو لپاره یو لویه فاجعه وبلله.

نوموړي په دې برخه کې د غزني لوړ پوړي چارواکي مسوول وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه چارواکي باید د استجواب لپاره راوغوښتل شي.

په ورته وخت کې یو بل سناتور محی الدین منصف هم و ویل، غزني کې د ۲۵ سرتېرو وژل کېدل ښيي، چې د سیمه ییزې اردو د سرتېرو د استخدام پروسه ډاډمنه نه ده او په دې برخه کې امنیتي بنسټونه مسوول دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه پېښې ملي دفاع وزارت بدنام کړی او دغه وزارت باید داسې کړنلارې او تدابیر تر لاس لاندې ونیسي، چې پر مټ یې د ورته پېښو مخنیوی وشي.

باید و ویل شي، چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د تېرې پنشنبې په ورځ د سیمه یزې اردو په یوه مرکز کې د طالبانو نفوذي کسانو خپل ۲۵ همکاران و وژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي