ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د دغه وازارت د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان ونیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې د زمري پیکان نه نیونې د افغان دولت شهرت او سیاسي اراده په نړیواله کچه تر سوال لاندې راوستې ده.
ولسمشر زیاته کړه«د زمري پیکان نه نیول، هره ورځ د دولت شهرت او سیاست تر سوال لاندې راولي او دا امر نور د منلو نه دی.»
ښاغلي غني په دغه ناسته کې د کورنیو چارو پر وزیر مسعود انداربي غږ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د زمري پیکان د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي او ویې ویل، چې دا یو امر دی.
د یادودنې ده، چې زمری پیکان درې کاله وړاندې له خپلې دندې د ناوړه کار اخیستنې او یو کس د وژل کېدو لپاره د لار برابرولو په خاطر د درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز خوا په ۸ کاله بند محکوم شوی و، خو هغه تر اوسه نه دی نیول شوی.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش