۰
سرچینې:

خلیلزاد بېرته قطر ته تللی، طالب استازي له خپلو مشرانو سره په اوربند مشورې کوي

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو باخبره سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد څخه بېرته قطر ته رسېدلی دی.
خلیلزاد بېرته قطر ته تللی، طالب استازي له خپلو مشرانو سره په  اوربند مشورې کوي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو باخبره سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد څخه بېرته قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ له طالبانو سره تر یوې اوونۍ خبرو وروسته اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو پر افغان سوله خبرې وکړې.

له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي و، چې پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې بین الاافغاني مذاکراتو هڅو کې د اسانتیاو برابرولو ژمنه ورسره کړې ده.

که څه هم په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ شپږ ورځنۍ خبرې په بګرام هوايي اډه د طالبانو تر برید وروسته د لنډې مودې لپاره ودرېدې، خو په ورته وخت کې دواړو لورو و ویل، چې دغه خبرې له خپلو مشرانو سره د سلا مشور په خاطر ځندول شوې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټوېت کې ویلي و، چې دغه خبرې د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په موخه د لندې مودې لپاره درول شوې وې، خو په اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.

خو اوس د سولې د مذاکراتو باخبره سرچینې هم تاییدوي، چې دواړو لورو د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په موخه دغه خبرې درولې وې.

سرچینې زیاتوي، دا چې په تېرو خبرو کې د خلیلزاد ټینګار د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الاافغاني خبرو و، نو ځکه هغه له پاکستاني چارواکو سره هم په همدې اړه خبرې کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په همدې  سبب د طالبانو استازي هم له خپلو مشرانو سره په سلامشورو پیل کړی او دغه مشورې یې  تر ډېره پورې د لنډ مهالي اوربند په کولو راڅرخي.

خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې سرچینې دا هم وايي، چې خلیلزاد تېره شپه بېرته قطر ته رسېدلی او کېدای شي له طالبانو سره د سولې خبرې به روانه اوونۍ بیا پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي