۰

امریکا د مرکزي اسیا په اړه خپله نوې تګلاره اعلانوي

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې امریکا د مرکزي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلانوي.
امریکا د مرکزي اسیا په اړه خپله نوې تګلاره اعلانوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکا د مرکزي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلانوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینو په وینا همدې ته په کتو امریکا خپل سرتېري په افغانستان کې کموي او د دغه هېواد سولې ته یې توجه کړې ده.

سرچینه وايي، امریکا د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د چین او روسیې له نفوذ په اندېښنه ده نو ځکه غواړي د دغه هېوادونو په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

امریکايي چارواکو دغه راز ویلي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به اقتصادي مرستې هم ډېروي څو دوی د روسیې او چین له فشارونو په امان وي.

امریکايي چارواکو د منځنځۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا راپورونه هم ورکړي او په دې وروستیو کې د یادو هېوادونو او واشنګټن ترمنځ تګ راتګ هم ډېر شوی دی.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر هم ویلي و، چې امریکا به له افغانستان څخه یو شمېر سرتېري وباسي او په نورو ځایونو کې به یې ځای پر ځای کړي.

د هغه په دغه سرتېري ځکه د هند سمندر شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کوي، چې په اوږد مهال کې د امریکا په وړاندې چین او روسیې د ګواښونو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ سرچینې وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ به ډېر ژر له افغانستان څخه د څلور زره سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.

که څه هم دغه چارواکو په دغه دقیق ډول د دغه پرېکړې د اعلان نېټه نه ده ښودل خو ټینګار یې کړی، چې ټرمپ به ډېر ژر دغه پرېکړه وکړي او تر څو میاشتو پورې به یاد شمېرسرتېري له افغان څخه وایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي