۰

ټرمپ به ډېر ژر له افغانستانه د ۴ زره سرتېرو ایستلو پرېکړه وکړي

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
راپورونه د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قوله وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر له افغانستان د څلور زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.
ټرمپ به ډېر ژر له افغانستانه د ۴ زره سرتېرو ایستلو پرېکړه وکړي
راپورونه د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قوله وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر له افغانستان د څلور زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې، چې نوم یې نه دی اخستل شوی ویلي، ښايي ټرمپ په روانه اوونۍ کې دغه پرېکړه وکړي.

د سرچینې په وینا د دغه پرېکړې سره سم به له افغانستان څخه د څلور زره امریکایي سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل او په څو میاشتو کې به پای ته ورسېږي.

دوو امریکايي چارواکو اېن بي سي تلویزیوني شبکې ته ویلي، یو شمېر پوځیان به د افغانستان له خاورې وروغواړي او یو شمېر نور به چې د ماموریت موده یې پوره کېږي راوباسي او پر ځای به یې نور ځواکونه افغانستان ته ونه لېږل شي.

سرچینه وايي، ټرمپ دد ې پلوی دی چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر کم کړل شي او په تدریج دغه عسکر له افغانستان و ایستل شي.

دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې مخکې د امریکا ددفاع وزیر هم له افغانستان د عسکرو د ایستلو خبره کړې وه.

نوموړي ویلي وو چې که له طالبانو سره هوکړه وشي یا و نه شي خو امریکا به په افغانستان کې خپل سرتېري کموي.

د دغو ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ امریکايي پوځیان پاتې شي.

امریکا دا اعلان څو ورځې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له څو میاشتې ځنډه وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړې.

د قطر خبرې وروسته له دې پیل شوې چې د سږ کال د سپټمبر په اتمه ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ پای ته ورسولې.

د یادونې  ده، امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي