سیمه ییز چارواکي وايي، په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کارمند د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي او وايي، دغه پېښه نن شنبې د لیندۍ ۲۳ مه له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کارمند معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.
ښاغلی فرهاد وايي، د معتمد نقدي د وژنېع علت لا نه دی معلوم او نه یې هم د قتل په تور څوک نیول شوی خو په ویا یې چې پولیس یې په اړه پلټنې کوي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات