۰
د ولسي جرګې غړي:

ټاکنیز کمېسیونونه نباید خپل صلاحیت نوامدانو ته ډالۍ کړي

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۳
د ولسي جرګې ځینو غړو د ټاکنو په تړاو مشورتي غونده ته په غبرګون کې و ویل، ټاکنیز کمېسیونونه نباید خپل صلاحیتونه او واکونه نوماندانو ته تفویض کړي.
ټاکنیز کمېسیونونه نباید خپل صلاحیت نوامدانو ته ډالۍ کړي
د ولسي جرګې ځینو غړو د ټاکنو په تړاو مشورتي غونده ته په غبرګون کې و ویل، ټاکنیز کمېسیونونه نباید خپل صلاحیتونه او واکونه نوماندانو ته تفویض کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن شنبې لیندۍ ۲۳ مې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ، چې ټاکنیز کمېسیونونه باید د قانون سره سم خپل کار ته دوام ورکړي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي تر څو هېواد له روان ناورین څخه خلاص شي.

د جرګې غړې فریدې حمیدی و ویل نه پوهېږي، چې دا ټاکنې دي او که مذاکرات؟

د هغې په وینا که چېرې ټاکنې وي نو کمېسیون ولې د ټاکنو پایلې نه اعلانوي، ولې مذاکراتو ته غاړه ورکوي او ولې وخت ورکوي، چې له موقع څخه ناوړه ګټه پورته کړی شي.

مېرمن حمیدې ټینګار درلود، چې کمېسیون باید له خپلو قانوني صلاحیتونوکار واخلي او د ټاکنو پایلې د قانون مطابق اعلان کړي، ځکه په وینا یې دا ټاکنې د افغانستان د خلکو تر منځ  په یوه معما اوښتې دي.
 
د جرګې بل غړي اقبال صافي هم و ویل، که ټاکنو کمېسیون پایلې اعلان نه کړي، نو په حقیقت کې یې د ۳۵ میلیونه وګړو برخلیک د څو کسانو په لاس کې ورکړی او دا حالت به هېواد ناورین ته ټېل وهي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټاکنو کمېسیون باید پایلې اعلان کړي او هر څوک چې ولسمشر کېږي باید د افغانستان ټولو خلکو ته په حکومت کې ګډون ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې د زور ویلو او زور کارونې فرهنګ ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي، که نه په وینا یې بیا ټاکنو ته اړتیا نه وه، هر چا چې زور درلود واک به یې په لاس کې اخیست.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ټاکنیزو کمېسیونونو، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، داخلي او نړیوالو څارونکو سره د ټاکنو پر سر د راپورته شوې لانجې د حل لپاره مشورتي غونډه درلوده، چې  په لفظي تاوتریخوالي او بې پایلې  پای ته ورسېده.

د کمېسیون او ځینو معترضو انتخاباتي ټکټونو تر منځ لانجه د ۳۰۰ زره رایو پر سر ده، چې معترض انتخاباتي ټکټونه یې درغلې بولي او د باطلېدو غوښتنه یې کوي، خو ټاکنو کمېسیون وايي، دوی له بیا څېړنې پرته یوه  رایه هم نه شي باطلولۍ.

د همدې ستونزې پر سر د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په ۷ولایتونو کې کمېسیون ته د بیا رای شمېرنې اجازه نه ورکوله، چې له امله یې د دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

خو تر پرونۍ غونډې وروسته د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د شپې ناوخته په یوه ناسته کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې کمېسیون ته په ۷ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د عبدالله دغه اعلان د ټاکنو کمېسیون له هرکلي سره مخ شو وایي، دغه کار به کمېسیون ته زمینه برابره کړي، چې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

کمېسیون وایي، دوی به سر له سبا یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه دغه ولایتونو ته خپل کارکوونکي ولېږي او د بیا رای شمېرنې پروسه به پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي