۰
فیفا:

نوماندان هم د اتنخاباتي بحران برخه ده، د خلکو رایو ته درناوی نه لري

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، خپله نوماندان هم د ټاکنیز بحران یوه برخه ده، چې د خلکو رایو ته درناوی نه لري او ځان قدرت ته رسول غواړي.
نوماندان هم د اتنخاباتي بحران برخه ده، د خلکو رایو ته درناوی نه لري
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، خپله نوماندان هم د ټاکنیز بحران یوه برخه ده، چې د خلکو رایو ته درناوی نه لري او ځان قدرت ته رسول غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فیفا مشر یوسف رشید نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې یوازې د ټاکنو کمېسیون نه بلکې نوماندانو هم ستونزې جوړوي او د ټاکنیز بحران یوه برخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ټاکنې له ګڼو ستونزې ډکې وی او د پایلو په اعلان کې ځنډ نه یوازې له ټولو قوانینو سرغړونه بلکې، د حالت د لا پېچلي کېدو لامل شوی دی.

هغه و ویل«یوازې د ټاکنو کمېسیون نه دی، بلکې نوماندان هم د انتخاباتي بحران یوه برخه ده، دوی د خلکو رایو ته درناوی نه لري او ځان قدرت ته رسول غواړي.»

د نوموړي په وینا نوماندان د دې لپاره چې ځان واک ته ورسوي له کمېسیون سره مرسته نه کوي څو دوی په تخنیکي او مسلکي توګه مسایل مخ ته یوسي او شفافې پایلې اعلان کړي.

یوسف رشید وایي کمیسیون دې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او تر دې ډېر دې ولس په تمه نه پرېږدي.

هغه د ټاکنو پر شکایتونو کمېسیون هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې دغه  کمېسیون هم له خپل قانوني صلاحیت څخه ګټه نه اخلي بلکې د وضعیت څارګر پاتې دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د انتخاباتي ستونزې د حل یوازینۍ لار دا ده، چې ټول ښکېل اړخون، د هېواد قوانینونو ته درناوی وکړي، کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان او بیا ټولې رایې د شکایتونو کمېسیون له خوا په ځانګړي ډول وڅېړل شي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر د ټاکنو په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ،چې له هغه زهرجن دریځونه لاس په سر شي، چې د خلکو اندېښنې زیاتوي.

جمهوخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي