۰

زابل: په نفوذي برید کې ۷ پولیس وژل شوي

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
سیمه یزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې زابل ولایت کې یوه نفوذي د خپلې پوستې ۷ پولیس همکاران وژلي دي.
زابل: په نفوذي برید کې ۷ پولیس وژل شوي
سیمه یزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې زابل ولایت کې یوه نفوذي د خپلې پوستې ۷ پولیس همکاران وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۲۰مه) د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ملي پولیسو په یوه پوسته کې شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، یو تن د خپلې پوستې په همکارانو ډزې کړې، ۷ پولیس یې وژلي او ټولې وسلې او تجهیزات یې د طالبانو په مرسته له ځان سره وړې دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم د دغه پېښې پخلي کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي