۰
رولاغني:

نړیوالې رسنۍ د افغانستان په هکله منفي راپورنه ورکوي

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۵
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، یو شمېر نړیوالۍ رسنۍ د افغانستان په اړه منفي راپورنه ورکوي او منفي تبلغات کوي.
نړیوالې رسنۍ د افغانستان په هکله منفي راپورنه ورکوي
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، یو شمېر نړیوالۍ رسنۍ د افغانستان په اړه منفي راپورنه ورکوي او منفي تبلغات کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن غني، چې  نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې نړیواله ورځې مناسبت کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې دغه څرګندونې د افغانستان په اړه نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ کې خپرو شویو مقالو ته په اشارې وکړې.

نوموړې و ویل، چې یو شمېر نړیوالې رسنۍ د افغانستان د مثبتو اړخونو پر ځای ډیر د منفي مسلو په اړه راپورونه ورکوي.

مېرمن غني زیاته کړه، د یو شمېر امریکایي رسنیو د راپورونو په اساس په تېرو کابو۱۹ کلونو کې متحده ایالاتو په افغانستان کې ۲۰۰۰ میلیارد ډالره لګولي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

اغلې رولا و ویل«په افغانستان باندې زیاتې پیسې مصرف شوې، خو دوی داسې ښيي لکه چې دې پیسو هېڅ ګټه نه ده کړې او همداشان ۲۴۰۰ امریکايي عسکر چې له منځه تللي د دوی مرګ هم هېڅ ګټه نه ده کړې.»

د افغانستان لومړۍ میرمنې دغو مقالو ته په غبرګون کې زیاته کړه، چې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې له مرګ ‌ژوبلې، جګړې او ورانیو پرته د نورو اړخونو په اړه راپورونه نه ورکوي.

آغلې غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا او ناټو غړو هیوادونو مرستې ګټورې وبللې او وې ویل: "موږ له امریکا او ناټو هیوادونو مننه کوو، چې دلته راغلل او له موږ سره یې مرسته وکړه.

نوموړې و ویل، په افغانستان باندې د امریکا د ۲۰۰۰ میلیارد ډالرو مصرف شویو پیسو له جملې یوازې ۱۲۱ میلیارده یې د افغانستان په امنیتي، اقتصادي او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې لګول شوي او لویه برخه یې امریکا په خپلو عسکرو او تجهیزاتو لګولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي