۰

اصغر بیا کپتان شو، خو ګلبدین وایي تر څو اصفر کپتان وی، کرکټ نه کوي

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
کرکټ بورډ یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان د کرکټ د درې واړه پارمټونو کفتان ټاکلی خو دغه کار د ځینو لوبغاړو غبرګونونه راپارولي دي.
اصغر بیا کپتان شو، خو ګلبدین وایي تر څو اصفر کپتان وی، کرکټ نه کوي
کرکټ بورډ یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان د کرکټ د درې واړه پارمټونو کفتان ټاکلی خو دغه کار د ځینو لوبغاړو غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي پرون په یوه خبري ناسته کې د اصغر افغان د کپتان کېدو اعلان وکړ او راشد خان یې د هغه مرستیال وټاکه.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي و ویل، چې اصغر افغان به په درې فارمټونو کې، یو ورځینو، شل اوریزو او ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې کپتان وي.

اصغر افغان تر دې مخکې د څلورو کلونو لپاره د ملي لوبډلې د کپتان په توګه دنده تر سره کوله، چې په روان ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې له دندې څخه لري او پر ځای یې ګلبدین نائب د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.

خو په نړیوال جام کې د افغانستان د زیاتو لوبو تر بایللو او په کرکټ بورډ کې د ځینو جنجالونو تر رامنځته کېدو وروسته راشد خان د ملي لوبډلې د کپتان په صفت وټاکل شو.

د کرکټ بورډ دغه تازه پرېکړې د ځینو لوبغاړو غبرګونونه راپارولي او مخکني کپتان ګلبدین نایب ویلي، تر څو چې اصغر لوبډل مشر وي، دی به کرکټ ونه کړي.

هغه ویلي« بدبختانه داسې یو څوک د ټیم کپتان ټاکل کېږي چې په نړیوال جام کې یې د افغانستان په نوم او بیرغ ملنډې وهلې، هغه کس چې باید محاکمه شي، د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان ټاکل کېږي.»

ګلبدین نایب پخپلو خبرو کې تور ولګوه چې اصغر افغان، یو شمیر مهم لوبغاړي او په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ګډ ګروپ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اصغر افغان په ټیم کې عُقدې پالي او د خپلو ګټو لپاره نور قربانوي کوي.

دی وايي، له ویسټ انډیزسره سریز کې حشمت الله شهیدي ځکه د لوبو نه کښینول شو چې هغه په ورلډ کپ کې زما پلوي کوله.

ګلبدین په عاطف مشعل هم غږ وکړ چې ځان د کرکټ نه لرې وساتي، ځکه په وینا یې هغه ولسمشر غني ته د کرکټ په اړه غلت راپور ورکړی دي.

نایب وویل« تا جمهور رئیس ته د کرکټ په هکله غلط راپور ورکړی او زه به یوه ورځ د جمهور رئیس سره کښینم او حقیقت به ورته وایم.»

ګلبدین نایب همدرانګه وویل چې په کرکټ بورډ کې د عاطف مشعل د "فساد" په هکله ثبوت پخپل ټیلیفون کې لري خو دا یې ونه ویل چې دا فساد څه ډول دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي