۰

محب: د ناکامورا قاتلین به نیسو او قانون ته یې سپارو

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا قاتلین به نیسي او سزا به ورکول کېږي.
محب: د ناکامورا قاتلین به نیسو او قانون ته یې سپارو
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا قاتلین به نیسي او سزا به ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه ژمنه کابل کې د جاپان سفیر میټسوجي سوزوکا سره لیدنه کې هغه ته ورکړې ده.

نوموړي د ډاکتر ناکامورا د خدمتونو وستایل او د هغه وژل کېدل یې د افغانانو لپاره یوه ستره ضایعه وبلله.

ښاغلي محب زیاته کړې، چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د ډاکترناکامورا قاتلین تر پېژندلو وروسته ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

ده و ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړیو او ډیپلوماټانو د امنیت تامین مسوولیت لري او هغوی به هڅه وکړي چې دې چارې ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.

په ورته وخت کې  د جاپان سفیر میټسوجسي د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدر داني کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې هڅه وکړي تر څو د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د جاپان د سولې او روغتیایي خدمتونو موسسې مشر ډاکتر ناکامورا تېره چهار شنبه په جلال اباد کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې له خپلو ۵ افغان همکارانو سره ووژل شو چې دې پیښې پراخ غبرګونونه راپورته کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي