سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو جوزجان ولایت کې د یوه دولتي کارکوونکي د جنازې مراسمو ته روان شپږ تنه سپین ږیري له ځان سره بېولي دي.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر
جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه پېشه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د جوزجان – بدخشان په لویه لار رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ شپږ تنه سپین ږیري، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان جنازې ته جوزجان مرکز شبرغان ته را روان وو، د لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.
د هغه په وینا تر اوسه د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم، خو هڅه کېږي، چې جرګې او قومي مشرانو پر مټ دغه کسان له طالبانو راخلاص کړای شي.
د جوزجان د والي ویاند وايي، برمته شوي کسان د همدې سیمه ییزه پاڅوانوالو د قوماندان چې څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی وو د کورنۍ غړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل