۰

کابل کې نامعلومه وسله والو دوه کسان وژلي دي

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي.
کابل کې نامعلومه وسله والو دوه کسان وژلي دي
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سه په سیمه کې له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د شپږمې امنیتي حوزې اړوند اتم سړک په سیمه کې د دل آغا په نوم د همدې سیمې د یوه وکیل په موټر باندې ډزې کړې  دي.

وزارت وايي، په دغه برید کې وکیل دل آغا او د هغه زوی وژل شوي او د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي