۰

امریکا افغان ژباړونکو ته څلور زره نورې وېزې هم ورکوي

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۷
د امریکا سنا تازه د سناتورې جین شاهین طرحه تصویب کړې ده او له مخې به یې څلور زره نورو افغان ژباړونکو ته هم ویزې ورکول کېږي.
امریکا افغان ژباړونکو ته څلور زره نورې وېزې هم ورکوي
د امریکا سنا تازه د سناتورې جین شاهین طرحه تصویب کړې ده او له مخې به یې څلور زره نورو افغان ژباړونکو ته هم ویزې ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورې جین شاهین له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هغو افغان ژباړنو څه باندې ۱۴ زره غوښتنلیکونو ته په پام چې د وېزې لپاره یې کړې وو سنا ته یوه طرحه وړاندې کړه.

د دغه د طرحې له مخې باید زرګونه افغان ژباړنو ته وېزې ورکړل شوې وای خو د ټرمپ حکومت د ۴ زره وېزو بودیجه لغوه کړه.

خو اوس تازه د ټرمپ حکومت اجازه ورکړې چې څلور زره نورو کسانو ته دې هم د امریکا وېزې ورکړل شي.

دا هغه کسان دي چې امریکایي پوځ سره یې د ژباړنو او یا فرهنګي مشاورینو په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي