۰

د بګرام د پېښې مرګ ژوبله ۸۱ تنو ته ورسېده

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د بګرام پر هوايي اډه د موټر بم او ډلیز وسله وال ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله ۸۱ تنو ته ورسېده.
د بګرام د پېښې مرګ ژوبله ۸۱ تنو ته ورسېده
سیمه ییز چارواکي وايي، د بګرام پر هوايي اډه د موټر بم او ډلیز وسله وال ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله ۸۱ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړنۍ نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه سهار ۵.۵۰ بجې د بګرام پوځي اډې ته څېرمه د کوریایانو یوه ناکاره روغتون ته څېرمه د کرولا موټر بم چاودنه وکړه او ورسته څو تنه بریدګر د دغه روغتون ودانۍ د ننه شول او پر یاده اډه یې بریدونه پیل کړل.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي، د دې برید له امله یوه مېرمن وژل شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او د درملنې په موخه د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

قدوسي ویلي ممکن د بریدګرو شمېر له پنځو تر لسو پورې وو.
 
مخکني معلومات:

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې موټر بم یو نه بلکې څلور و، چې درې یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او یوه یې چاودنه کړې ده.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدسي ویلي، بریدګر نېږدې شپږ بجې د موتر بم برید وروسته یوه ناکاره روغتیايي مرکز ته ننوتي، څو موټربم بریدونه او وروسته یې وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه موټر بم برید کې تر پنځو پورې ولسي وګړي ټپیان شوي، خو د اډې د ننه د مرګ ژوبلې نه خبر نه لري.

دغه موټر بم چاودنه د بګرام ولسوالۍ د جان قدم کلي کې شوې، چې خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

ولسوال هم وايي، ولس ته ډېر زیان اوښتی، ځايي خلکو خپل کورنه پرېښي او امنیتي ځواکونه یې ساتنه کوي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، بریدګرو اول د کوریا د ناکاره روغتون دروازه کې موټر بم برید کړی او بیا یې روغتون کې له بهرنیو ځواکونو سره نږدې یوه ساعت نښته کړې ده.

دا وايي، لا هم د بریدګرو کره شمېر مالوم نه دی، خو ویل کېږي څلور یا پنځه بریدګر و.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، بریدګر ۷ تنه و، چې درې یې وژل شوي او څلور یې لا هم په جګړه بوخت دي.

افغانستان کې ناټو چارواکو ویلي، چې له بګرام هوايي اډې بهر برید شوی دی، خو زیاتوي چې امریکايي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

لومړي معلومات:

د پروان د ولایتي شورا غړي غلام بهاوالدین جیلاني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر په یاده سیمه کې د کوریایانو یوه روغتون ته څېرمه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې له ځایه تر اوسه پورې ۴۰ تنه ټپیان چې ټول یې ملکي وګړي دي روغتون ته وړل شوي او ښایي نور تلفات هم ولري.

د هغه په وینا سیمه دا مهال د بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې، او احتمال لري، چې  برید هم د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان شوی وي.

په ورته وخت کې د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفظو ولیزاده هم تایید کړې، چې د چاوېدونکو توکو ډک موټر بګرام ولسوالۍ اړوند جان قدم کلي کې چاودنه کړې او احتمال لري، چې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان شوې وي.

په ورته وخت کې د سیمې خلکو هم ویلي، چې  زورورې چاودنې د دوی د کورونو ښيښې ماتې کړې دي، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو په یوه کوچیني مرکز موټر بم برید وشو، چې په کې  پنځه سرتېري و وژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي