۰

مشرانو جرګه د خلیلزاد سره د خبرو لپاره لس کسیزه پلاوی ټاکي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
مشرانو جرګه وایي، چې دوی به د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو لپاره یو لس کسیزه پلاوی وټاکي.
مشرانو جرګه د خلیلزاد سره د خبرو لپاره لس کسیزه پلاوی ټاکي
مشرانو جرګه وایي، چې دوی به د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو لپاره یو لس کسیزه پلاوی وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۹ مې په غونډه کې و ویل، دا چې سوله د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي ده او افغان حکومت هم د قطر په خبرو کې برخه نه لري، نو مشرانو جرګه به د خلیلزاد سره د خبرو لپاره یو ځانګړی پلاوی وټاکي.

نوموړي زیاته کړه، چې مشرانو جرګه به یو لس کسیزه پلاوی وټاکي او د هغه د تایید لپاره به په تالار کې رای اچونه وکړي او که تایید شي، نو د سولې پروسه به څاري او له خلیلزاد سره به خبرې وکړي.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه کې باید افغان حکومت او د افغانستان خلک ګډون ولري، خو په وینا یې په قطر کې روانې خبرې د امریکا او  طالبانو تر منځ دی، چې افغان حکومت په کې ګډون نه لري.

د جرګې بل غړي زلمي زابلي، بیا پر افغان حکومت او خلیلزاد نیوکه وکړه، ویې ویل، چې  دوی دواړه د افغان ولس په فکر کې نه دي او مشرانو جرګه باید د یوه کمېسیون په جوړولو سره د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې خلیلزاد د امریکا د ګټو لپاره کار کوي او که چېرې خبرې همداسې دوام ولري او مخ ته ولاړې شي، نه یوازې دا چې سوله به رانشي، بلکې بل کې هېواد کې به یو بل بحران رامنځ ته شي.

د جرګې بل غړي عبدالله قرلق و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې نه وړاندې د افغان ولس په ګټه وې او نه به هم له دې وروسته وي.

د هغه په وینا امریکا او طالبانو په خپلو کې اوربند سره کوي، خو د افغان ځواکونو او افغانستان د خلکو وژنې ته به دوام ولري.

قرلق ټینګار وکړ، چې د جګړې اصلي لوری افغان دولت دی او که چېرته طالبان ځانونو ته مسلمان او افغان وايي، نو باید له افغان دولت سره هم اوربند وکړي، مسلمان وژنه بس کړي او یوازې له امریکا سره اوربند ونه کړي.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

که څه هم د دغه خبرو جزیات تر اوسه نه دي راوتلي، خو ناتایید شوي راپورونه وايي، دواړو لورو په اوربند موافقه کړې ده او ښایي ډېر ژر د سولې تړون لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي