۰

ولسمشرغني له آلیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه –استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره کتلي دي.
ولسمشرغني له آلیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه –استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې او سیمه ییز اتصال تر څنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

ولسمشر غني د حکومت د سولې اووه مادیز پلان ته په نغوتې ویلي، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.

ښاغلي غني په ټینګار سره و ویل، چې دوی د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې دي، چې په پایله کې یې په واقعي مانا جنګ پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله ټینګه شي.

ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله.

د هغه په وینا افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي،امریکا هم د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړه او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي